اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام د زيارت په ورځ د اسلام آباد د جديد ميوزيم پرانسته كړې۔ په دې موقع د قامي ورثه او كلتور وفاقي سېكرټري فارينه مظهر، اېډيشنل ډائريکټر جنرل عظيم خان او نور اعلٰې چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې انجينئر امير مقام ووئيل د اسلام آباد ميوزيم ښكلا او پراختيا سره به سېلګرو لپاره نوې لارې پرانستلې شي٬ په امريكا كښې ضبط كړې 46 ناوياته څيزونه پاكستان ته رالېږلې شوي او دغه څيزونه به په ميوزيم كښې اېښودلے شي۔ ده ووئيل د اسلام آباد ميوزيم ريزرو کليکشن څخه نوې فنپارې هم په ميوزيم كښې اېښودلې شوي