خارجه شاه محمود قرېشي سره د قامي اسمبلۍ سپيكر وليدل

image

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د نهې په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د ټاكنو كمېسون د غړو او د چيف الېكشن كمشنر معامله د روغې جوړې د لارې هوارولو ته سلا شوي۔ په ملاقات كښې د چيف الېکشن کمشنر او د غړو ټاكنې په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع هند كښې د متنازعه سټيزن بل څخه په منطقه كښې په پېدا شوي صورتحال هم خبرې اترې وشوې۔ خارجه وزير سپيكر مخالفې ډلې سره د ملاقات د تفصيل نه خبرو كړو او د معاملې هواري لپاره ټولو سياسي ګوندونو سره مشاورت د روان ساتلو هم پرېكړه وشوه۔ په دې موقع اسد قېصر ووئيل د پارلمان سرلوړي په ځائ ساتلو لپاره د ټاكنو كمېسون معامله په پارلماني كچه حل كول ضروري دي٬ ده ووئيل د مخالفې ډلې او حكومت ترمېنځه په دې معامله به د رائيو اتفاق لپاره خپل كردار دوامدار ساتم۔ ده ووئيل ددې معاملې هواري لپاره به ټولو سياسي ګوندونو له د بصيرت څرګندونه كول وي۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل د هند اوسنې اقدام بې نقابه كولو لپاره پارلماني سفارتكاري مهم كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل حکومت د الېکشن کمېشن معامله په پارلماني كچه د روغې جوړې د لارې هوارول غواړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں