د معاشي صورتحال له مخئ حكومت سختې پرېكړې كړې ٬ چې مقصد ئې د معيشت رخ سمول دي

image
APP45-04 ISLAMABAD: July 04 - Prime Minister Imran Khan chairs a meeting on development activities in Punjab at PM Office on Thursday. APP

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د معاشي صورتحال له مخئ حكومت سختې پرېكړې كړې ٬ چې مقصد ئې د معيشت رخ سمول دي٬ او هېواد د معاشي ستونزو نه خلاصول دي٬ د کاروباري ورورولۍ د تحفظاتو نه په بشپړه توګه خبر يو٬ د ټېكس په نظام د كاروباري طبقې د باور بحالۍ لپاره په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو عمل روان دے ٬ چې د كاروباري ورورولۍ پشمول ټولې طبقې د معاشي پرمختګ په عمل كښې برخه لرونكې جوړ شي۔ وزيراعظم دا خبرې د پنجاب اعلٰې وزير سردار عثمان بزدار سره كړې چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په وزيراعظم آفس كښې ليدل۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزيرمخدوم خسرو بختيار، ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، عبدالرزاق داؤد، مخدوم هاشم جوان بخت ٬ ميا محمد اسلم او د اېف بي آر چيئرمېن شبر زېدي هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال پنجاب كښې د صنعتي څانګې٬ كركيلې او د سېلګرۍ ودې ٬ د خاص اقتصادي زونز جوړولو او كاروباري طبقې ته د رامخئ ته شوو مسئلو د هواري په لړ كښې په پورته كړو اقداماتو بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ووئيل په سختو حالاتو كښې حكومت متوازن بجټ وړاندې كړې ٬ چې پكښې د صنعتي څانګې وده او د بې وسه طبقو تحفظ ته پاملرنه شوې ۔ وزيرِ اعظم ووئيل کاروباري ورورولۍ د تحفظاتو نه په بشپړه توګه خبر يو٬ د ټېكس په نظام د كاروباري طبقې د باور بحالۍ لپاره په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو عمل روان دے ٬ چې د كاروباري ورورولۍ پشمول ټولې طبقې د معاشي پرمختګ په عمل كښې برخه لرونكې جوړ شي۔ وزيرِاعظم د اېف بي آر چيئرمېن پشمول معاشي ډله د بېلا بېلو كاروباري تنظيمونو سره د ملاقات كولو او په معاشي او د ټېكس په نظام د اصلاحاتو نه په تفصيلي توګه د خبرولو امر كړې ۔ ده ووئيل كاروباري طبقې ته دې دا باور وركړې شي چې د اصلاحاتو مقصد هېواد كښې د اقتصادي پرمختګ ٬ د رېونيو نظام بهتري او د كاروباري طبقې ډاډګيرنه كول

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں