د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ رېسرچ وفاقي وزير پير محبوب رحمان سره خبري كنفرنس

image
APP24-13 ISLAMABAD: June 13 – Advisor to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan and Federal Minister for National Food Security and Research Sahibzada Muhammad Mahboob Sultan jointly addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د تېرو لسو كلونو په مهال د شوي كرپشن پلټنو لپاره د انكوائري كمېشن ټي او آر جوړوو٬راروانه اونۍ كښې به وزيراعظم عمران خان د پلټنو كمېشن مشر غوره كړي٬ يو داسې كس به مشر جوړولې شي د چا ماضي او حال چې بې داغه وي٬د تېرو لسو كلونو په مهال هر هغه كس څوك چې پبلك آفس هولډرز پاتې شوې٬كه په حكومت كښې وي او كه د حكومت څخه بهر٬ټولو له به د آئين او قانون له مخې د خپلو اعمال حساب وركول وي٬د راج كماري چغو وهلو څخه دا ثابته شوې چې شريفې كورنۍ د عبرت څخه هم زده كړه نه ده كړې٬زندانونو له د مقدسو ځاېونو درجه وركولو سره سياسي ګدې نشين د هغوي سره په ملاقات كولو وياړېږي چې د هېواد د غلو سره مو ملاقات كړے ٬وزيراعظم ته د چا څخه خطر نشته٬د وګړو دعاګانې هغه سره دي او د لوے څښتن په طاقت باور لرو٬تر لس زره بل به كروندګر پخپله وركوي او پاتې روپۍ به وفاق او صوبه په ګډه وركوي٬دې سره به په زرعي سسټم كښې اصلاحاتو سره د كروندګرو بوج كمولو له مرسته ترلاسه شي۔دې د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ رېسرچ وفاقي وزير پير محبوب رحمان سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د حكومتي اقداماتو په سوب به زرعي څانګه وده ومومي ځكه چې كركيله د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او دغه د كلي والو سيمو د آمدن ذريعه هم ده۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں