سياست او صحافت خپلو كښې ژور تړون لري۔ صحافت د مظلومې طبقې لوئې طاقت دې۔ د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن او وفاقي پارلماني سېكتر جوېریه ظفر آهیر د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب

image

سرګودھا۔27 اپرېل (اے پی پی) سیاست او صحافت يو بل سره ژور تړون لري۔ مظلومې طبقې لپاره صحافت لوئې طاقت دې۔ سرګودھا پرېس كلب د سيمې تعمير او پرمختګ او د اولسي مسئلو حل له ټول عمري مهم كردار ترسره كړې دې۔ د خبريالانو د مسئلو حل له هر وخت حاضر يؤ۔ سرګودھا كښې صحافي كالونۍ او رېډيو پاكستان سرګودھا لپاره به زما مرسته روانه وي۔ نوې ټاكلې شويو عهدېدارنو ته مباركي وركوو۔ددې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن او وفاقي پارلماني سېكترې جویریه ظفر آهیر د سرګودھا پرېس كلب نوې ټاكلې شويو عهدېدارنو د سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ جوېريه ظفر ووئيل چې صحافت يوه ذمه واره پېشه ده او خبريال د ټولنې سترګې او ژبه دې كوم چې د معاشرې نمائندګي كوي

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں