د سوئيلي وزيرستان توئے خله سيمه كښې د جنج ګاډې د سېلاب چپې په مخه كړو٬ 6 مېرمنې مړې د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د افسوس وړ پېښې نوټس د سوئيلي وزيرستان انتظاميې ته د حق رسېدليو او ژوبل شويو كسانو كورنيو سره په سمدستي توګه د مالي مرستې كولو هدايت

image

پېښور ۔13اپرېل (اے پی پی) د سوئيلي وزيرستان په توئے خله سيمه كښې د جنج ګاډې د سېلاب چپې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې 6 مېرمنې مړې شوي دي۔ د سوئيلي وزيرستان ضلعې دوهم كمشنر ترمخه د جنج ګاډې تېره ورځ ماښام پېښې سره مخ شو۔ په ګاډي كښې د 7 مېرمنو په شمول 3 كوچنيان او ډرائيور وو۔ په مړو شويو مېرمنو كښې د 6 مېرمنو مړي ترلاسه كړې شوي دي۔ د ډي سي او ترمخه پېښې څخه وروستو انتظاميې په سمدستي توګه رېسكيو كارروائي كولو سره يوه مېرمنه ٬ درې كوچنيان او ډرائيور ژوندې بچ كړو۔ اعلی وزير محمود خان د افسوس وړ دې پېښې نوټس اخستلو سره د سوئيلي وزيرستان انتظاميې ته هدايت كړې چې ځپليو كورنيو سره دې په سمدستي توګه مالي مرسته وكړې

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار