د کراچۍ په زياتېدونكې آبادۍ او موحولياتي مسئلو قابو موندلو له د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ته اړتيا ده

image

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د کراچۍ په زياتېدونكې آبادۍ او په موحولياتي مسئلو قابو موندلو لپاره د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ته اړتيا ده٬ دغسې چرته چې د آبادۍ پحقله مسئلې ولټولې شي هلته پرله پسې د ختمېدونكې ګرين ايرياز تحفظ باوري كړې شي۔ وزيراعظم دا خبره د ګل په ورځ د ګرين لائن منصوبې پېشرفت پحقله د جاج غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، افتخار دراني، ندیم افضل چن، د خزانې سېكتر ، د منصوبه بندۍ سېكتر ٬ د كابينې سېكتر ٬ د سندھ چيف سېكتر ٬ د كے آئي ډي سي اېل چيف اېګزېكټو آفيسر صالح احمد فاروقي او نورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د ګرېن لائن منصوبې په پېشرفت او د دې د فعاليت پحقله تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د كراچۍ پېكج له مخې د نورو منصوبو هم جاج واخستې شو۔ وزیراعظم ووئيل د وفاقي حكومت له مخې سندھ صوبه او په خاص توګه كراچۍ كښې پېل كړې شوې د پرمختيائي منصوبو بنيادي مقصد اولس ته د پېښو مسئلو لرې كولو له د صوبائي واكمنو مرسته كول دي۔ ده ووئيل د دې پرمختيائي منصوبو كاميابۍ لپاره ضروري ده چې وفاق او صوبائي حكومت په ګډه كار وكړي۔ ده ووئيل ماحولياتي الودګي تر نظر ساتلو سره دې د كراچۍ په ډول نورو لويو ښارونو كښې د ماحولياتي عنصر خيال وساتلې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں