نواز شریف سره به هيڅ ډول ډیل نه كېږي

image
APP20-31 ISLAMABAD: January 31 – Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed addressing press conference at NPC. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي نواز شریف سره به هيڅ ډول ډیل نه كېږي ٬ آصف زرداری حكومت څخه ریلیف ترلاسه كولو له هڅې كوي خو كامياب به نشي ٬ د پاكستان تحریك انصاف حكومت هېواد كښې د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره اقتدار له راغلې۔ يو نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان لوظي دے چې د این آر او په شكل كښې به هيڅ رعایت نه وركړې كېږې۔ ده ووئيل پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف څوك چې د بدعنوانۍ په وجه زندان كښې پروت دے هغه سره به هيڅ ډول ډيل نه كېږي او نه به هغه سره څه رعايت كولې شي۔ده ووئيل پخوانې اولس مشر آصف علی زرداری چې څه ډول منی لانډرنګ او د كرپشن كیسونو كښې پلټنو سره مخ دے هغه د حكومت څخه د ریلیف ترلاسه كولو هڅه كوي خو هغه به پھ دې هڅه كښې بريالې نشي ځكه چې د پاكستان تحریك انصاف حكومت هېواد څخه د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره اقتدار له راغلې۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان پیپلز ګوند چیئرمین بلاول بھټو زرداری بايد زما په ضد د غیرمهذبه الفاظو په استعمال بخښنه اوغواړي ٬ دې ډول رويې سره به هغه ته سیاسی زيان ورسي۔ ده ووئيل زه قامی اسمبلۍ كښې تر ټولو زيات سینئر او تجربه لرونكې سیاستمدار يم او زه وزیراعظم عمران خان د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړي لپاره هم نامزد كړې يم۔ ده ووئيل زه به د شهباز شریف په ضد عدالت ته ځكه ځم چې هغه يو بدعنوانه انسان دے او هغه د پی

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں