د نواز شریف ټول ژوند د پاکستان پرمختګ په هلو ځلو كښې تير شوې

image

اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) وياندې او د قامې اسملۍ غړې مرېم اورنګزیب وئيلي دي د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف ټول ژوند د پاکستان پرمختګ په هلو ځلو كښې تير شوې، د پنجاب پرمختګ له خلق د شهباز شریف نامه اخلې۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل په موټرویز، هوائي ميدانونو او په شوکت خانم روغتون جوړولو هم د نواز شریف نامه لېكلې شوې ده ۔دې ووئيل د پنجاب وزیراعلیٰ عثمان بزدار كه د شهباز شریف په قدم تللې نو اورنج لائن او نورې پروژې به ههم بشپړې شوې وي۔ دې ووئيل د جهانګیر ترین پشمول نورو څخه دې هم د منی لانډرنګ تفصیلات وغوښتلې شي او تيرو 5 مياشتو كښې د ترلاسه قرض تفصیلات څخه دې هم قام خبر كړې شي۔ دې ووئيل كله چې هم د نواز شریف نامه اخستلې كېږي هېواد اتومي قوت جوړولو،د سی پیك پروژې او د موټر ویز ذکر به كېږي، حکومت د نواز شریف په پروژو چنده غواړي۔ دې پوښتنه وكړه چې حکومت به كله يو کروړ نوکری او 50 لکھ كورونه اولس له وركوي

مضمون کا ماخذ : فائر جوکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں