په بې ګناه كسانو ګولۍ ورولې شوې

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئيلي دې په بې ګناه كسانو ګولۍ ورولې شوې٬ هر كس دړد مند دے٬ اصل حقيقت قام ته تر وړاندې كولو به په قلاره نه كېښنو٬ تېر وخت كښې په دا ډول پېښو سياست كېدو٬ د مسلم ليګ (ن) لخوا د جمع كړې د التواء په تحريك دې بحث وكړئ شي او په دې پېښه دې د جے آئي ټي راپور ايوان ته وړاندې كړې شي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر ساهيوال كښې زړه دړدونكې پېښه رامخې ته شوې٬ بې ګناه كسانو ګولۍ ورولې شوې٬ هر كس دړد مند دے٬ ده ووئېل هغوي ته وړومبې ترهګر ووئيل شول چې ډرائيور ترهګر دے٬ د دې پېښې وېډيو ګردې نړۍ ليدلې چې په كوم ډول ظلم او بربريت شوے٬ د ډرائيور ورور په ډولفن پوليس كښې دے ٬ د بهرتۍ نه وړاندې ئې د كورنۍ چهان بين كېږي ھغوي كوم مجرمانه رېكارډ نه لري٬ ده ووئېل د پېښې نه پس د وزیراعظم لخوا 24 ساعته پس ټوئټ شوې٬ مونږ دې پېښې ته سياسي رنګ نه وركول غواړو٬ وزیراعظم د ماډل ټاٶن پشمول په دا ډول پېښو سياست كولو٬ زمونږ په دور كښې په قصور پېښه سياست شوې٬ ده ووئېل دا ډول پېښې په خېبرپښتونخوا كښې شوې چې فرانزك راپور ئې پنجاب كښې جوړ شوې۔ شهباز شریف ووئيل په صوبو كښې د ډويژن په كچه د پوليس هېډ ټاكنه هم د وزيراعظم هاٶس نه كېږي ٬ دې لپاره وزيراعظم اولس ته ځواب وركوٶنكې دے۔ ده ووئيل ګاډې اودرولې شوې نو بيا ولې په دوي ډزې كړې شوي٬ بې ګناه ماشومانو پېښه رامخې ته كړې٬ د پنجاب واكمنو لخوا د دوه كروړه روپو بيان ناوړه دے ٬ده غوښتنه وكړه اولس د دې بربريت پحقله په حقيت ځان پوهول غواړي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں