وفاقي كابنيې د سمګل فونز كارولو مخنيوي له د ډي آئي آر بي اېس نظام رائج كولو

image
APP86-23 ISLAMABAD: November 23 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) وفاقي كابنيې د سمګل شوو فونز كارولو مخنيوي له د ډي آئي آر بي اېس نظام رائج كولو ٬ د اي سي سي د پرېكړو له مخې د چينو او د يوريا درآمد كولو ٬ عارف عثماني د اېن بي پي صدر او عبدالجبار شاهین له د اېكسپورټ پروموشن زون اتهارټۍ د مشر اضافي چارج وركولو منظوري وركړې ده ٬ وزیراعظم به په 28 نومبر د کرتار پور ویزا فري انټرنس پوائنټ د پرانستلو دستوره كښې ګډون كوي ۔ دا خبرې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د جمعې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ كښې وكړې۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې د 13مې غونډې په پېل كښې په كراچۍ كښې د چين په قونصلګرۍ د بريد او هنګو كښې د ترهګرۍ په بريد كښې شهيدو شوو كسانو له فاتحه خواني وشوه ۔ ده ووئيل د پاكستان د پرمختګ مزل به دغسې روان وي ٬ دغسې په دې تناظر كښې خارجه وزير شاه محمود قرشي د چين خپل همڅنګ سره ټېلي فوني خبرې كړې او ھغه ئې په باور كښې اخستې دے٬ ده ووئېل د دواړو هېوادونو اړيكي دا ډول پېښو سره نه ځپلې كېږي۔ وفاقې وزير ووئيل دا مهال د 82 مېليونه ماليت موبائل په قانوني او د دوه نيم اربه ماليت موبائل فون په غېر قانوني توګه پاكستان ته راوړلې كېږي٬ په سېکنډ موبائل فون د بندېز باوجود دغه موبائل د پاكستان په هر ماركيټ كښې خرڅېږي٬ ده ووئيل وفاقي كابينې پرېكړه كړې چې د ډي آئي ار بي اېس د لارې به د 31 دسمبر كال 2018 نه پس سمګل شوې فونز بندولې شي۔ ده ووئېل وفاقي كابينې په دې خبره زور رواړې چې په ځائي كچه د موبائل فون كمپنو ډاډګيرنه لپاره به د سېكنډ هېنډ موبائلز لاره نيولې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل حكومت ته د ترهګرۍ پېښو پحقله استخباراتي راپورونه ترلاسه شوې وٶ او په دې اطلاعات امنيت ټېنګ كړې شوې ٶ٬ فواد چوهدرې ووئېل د كراچۍ پېښه پوليس اهلكارو ناكامه كړې٬ د چين 21 وګړي محفوظ دي۔۔ وفاقي وزير ووئيل په نړيواله پوله كرتار پور ضلع نارووال كښې د سكه ټولنې مذهبي رسوماتو ادائېګۍ لپاره د وېزا فري انټري پوائنټ د پرانستې پرېكړه يو مهم اقدام دے ٬ ده ووئېل د پاکستان پوځ او وزیراعظم واضح كړې وه چې هند يو قدم اخلي نو پاكستان به دوه قدمه اخلي٬ ده ووئېل دا مسئله سياسي نه بلكې يو انساني مسئله ده ٬ كرتار پور د سكه ټولنې بركتي ځائ دے٬ د لكهونو په شمېر د سكه ټولنې د عقيدې مونږ بشپړ

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں