هېلت او فارما سېكټر ته اوسنې حكومت پام لرنه كوي ٬ حكومت د صنعت بهترۍ لپاره انقلابي اقدامات كوي

image
APP36-22 ISLAMABAD: November 22 - Federal Minister for National Health Services Aamer Mehmood Kiani receiving a shield during addressing during soft launching ceremony of 16th Health Asia 2019 International Exhibition Conference. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي هېلت او فارما سېكټر ته اوسنې حكومت پام لرنه كوي ٬ حكومت د صنعت بهترۍ لپاره انقلابي اقدامات كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده آسياء انټرنېشنل كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل نوې روغتونونه جوړول٬ د هېلت كېئر سروسز بهتري او بلخوا د فارما سيوټيكل انډسټرۍ لا ښه والي لپاره هڅې روانې دي۔ ده ووئيل مونږ خپله انډسټري مخ په وړاندې بوتلل غواړو ھكه دا ډول نړيوال نندارتون او كنفرنس كول ډېر ضروري دي كوم چې زمونږ په صنعتي پرمختګ او د پاكستان په معيشت كښې اهميت لري۔ ده ووئيل فارما انډسټړي سره په ګډه به برآمدات زياتوٶ۔ وفاقې وزير ووئيل د صحت په اړه د اصلاحاتو لړۍ روانه ده او حكومت صحت ته خاص پاملرنه كوي۔ ده ووئيل په پمز او پولي کلینك كښې اصلاحات كوٶ او روغتونونو كښې جديدې آسانۍ او مشينري معرفي كوٶ۔ ده ووئيل يو نرسنګ پوهنتون جوړو چې ورسره په نوي كال كښې به د صحت په ړه ځانګړې بدلون تر نظره شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں