د پاكستان اټامك انرجي كميشن لخوا د آئي اے اي اے د معياراتو په لړ كښې نړيوال وركشاپ وشو

image

اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) پاكستان اټامك انرجي كميشن د آئي اے اي اے د معياراتو په لړ كښې يو نړيوال وركشاپ وكړو چې دغسې رېډيو ګرافي لپاره د معياري او حفاظتي عواملو په اړه د كوالټي كنټرول او كوالټي مېنجمنټ پروګرام جاج واخستل شي۔ دا وركشاپ اسلام آباد د اټامك انرجي كېنسر په نوري روغتون كښې وشو۔ په وركشاپ كښې د آئي اے اي اے په غړو هېوادونو كښې د لس نه د زياتو هېوادونو څخه 34 غېر ملكي استازو ګډون وكړو۔ د وركشاپ په مهال د آئي اے اي اے تكنيكي پوهانو د خپلو تجربو او معلوماتو تبادله وكړه۔ د وركشاپ په وروستې دستوره كښې خاص مېلمه د پاكستان اټامك انرجي كميشن چيئرمېن محمد نعيم و كوم چې ګډون كوونكو ته وېنا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں