اسلام آباد هائي کورټ په ايون فيلډ رېفرنس كښې د پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف، مریم نواز او کیپټن (ر) محمد صفدر سزا معطل كړه

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) اسلام آباد هائي کورټ په ايون فيلډ رېفرنس كښې د پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف، د ھغه لور مریم نواز او زوم کیپټن (ر) محمد صفدر سزا د معطل كولو درخواست منظورلو سره د ھغوي په ضمانت د خوشې كولو امر كړے دے۔ د شورو په ورځ د هائي كورټ جسټس اطهر من اللہ او جسټس میاں ګل حسن اورنګزېب مختصر پرېكړه جاري كړې چې له مخې ئې د تورنو د احتساب عدالت د اورولې شوې سزا په ضد دائر كړې درخواست منظوري كړې شو ۔ عدالت تورنو ته د پنځه ٬ پنځه لكه روپو ضمانتي مچلكو جمع كولو امر كړې ۔ دغسې په اپيلونو تر پرېكړې تر راتللو به سزا معطل وي

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں