د قامي اسمبلۍ غړو لخوا په باور كولو د دوي مننه كوم

image
APP47-15 ISLAMABAD: August 15 - Asad Qaiser Speaker elect taking oath from the outgoing Speaker Sardar Ayaz Sadiq at Parliament House. APP

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ نوي ټاكلي سپېكر اسد قېصر ووئېلې دي د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا په باور كولو د دوي مننه كوم٬ د اولس او قامي اسمبلۍ غړو توقعات تر سره كولو لپاره به هڅې كوم او د قائداعظم محمد علی جناح او مولوی تمیز الدین لخوا د جوړو كړو پارلماني رواياتو او ذمه وارو په ځائ ساتلو لپاره به كار كوم ٬ ده ووئېل زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د خپلو ذاتي ګټو نه پرته د هېواد مفاداتو لپاره كار وكړو ٬ ده ووئېل زمونږ ښكلا او وقار پاكستان دے٬ مونږ به په ګډه د اولس خدمت كوٶ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سپيكر په توګه د انتخاب نه پس خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل زه د لوي څښتن مننه كوم چا چې ما له د پاكستان د قامي اسبملۍ سپيكر په چوكۍ د فائز كېدو موقع راكړه٬ د عمران خان او د نورو ګوندونو لخوا په باور كولو د ھغوي مننه كوم۔ ده ووئيل په ايوان كښې د پخوانو سپيكرانو سردار ایاز صادق، سید فخر امام، ډاکټر فهمیدہ مرزا، محمد میاں سومرو، آصف علي زرداري او د پروېز اشرف غوندې سينئر مشران موجود دي څوك چې د دې ايوان برخه دي ٬ د دوي په مشاورت به مونږ مخ په وړاندې قدم اخلو او په قامي اېجنډا به كار كوٶ۔ ده ووئيل د سپيكر د لويو ذمه وارو احساس لرم او زه به د قائداعظم محمد علی جناح او د مولوی تمیز الدین چې كوم روايات دې په ھغو د پورا ختلو به هڅه كوم۔

مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں