په نېشنل هائي وے هاله سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې 17 كسان مړه او 13 ژوبل شوي دي

image

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) په نېشنل هائي وے هاله سره نزدې په ټرافيكي پېښه كښې 17 كسان مړه او 13 ژوبل شوي دي٬ په ژوبل شويو كسانو كښې د 4 حالت اندېښمن ښودل شوے۔ د خبر له مخې پېښه په قومي لويه لار په مټياري سيمه كښې د بهټ شاه او هالا په مېنځ كښې د ګل په سهار هغه رامېنځ ته شوه كله چې يو ټرالر د سړك په غاړه ولاړ بس سره ټكر شو۔ په بس كښې د يوې كورنۍ كسان ناست وو كوم چې په سكرنډ كښې په واده كښې د ګډون كولو نه پس ګوټھـ محمد هاشم نيو حېدر آباد سټي ته روان وو۔ ژوبل شوي كسان د حېدر آباد سول روغتون ته رسول شوي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں