لند مهاله حكومت سپيځلو او بې پرې ټاكنو له د الېكشن كمېشن هر ډول مرسته كوي

image

اسلام آباد13 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي لند مهاله حكومت به سپيځلو او بې پرې ټول ټاكنو له د الېكشن كمېشن هر ډول مرسته كوي٬سپيځلې او بې پرې ټاكنې د الېكشن كمېشن آئيني ذمه واري ده۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د 2018 ټول ټاكنو په اړه د غړو تشويش په حقله حكومتي موقف وړاندې كولو سره ده ووئيل پارلمان الېشكن كمېشن خپلواكه جوړ كړې او د آئين او قانون له مخې يې الېكشن كمېشن قوي كړی۔لنډ مهاله حكومت به سپيځلې او بې پرې ټاكنو كښې د الېكشن كمېشن هر ډول مرسته كوي۔لنډ مهاله حكومت د خپلو ذمه وارو تر سره كولو هڅې كوي۔ده ووئيل مونږ د غړو د رايو احترام كوو بايد سېنېټ د الېكشن كمېشن د اقداماتو جاج واخلي

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں