لنډ مهاله وفاقي كابينې سوګند پورته كړو۔ اولس مشر 6 لنډ مهاله وفاقي وزيرانو څخه د دوئي د څوكيو سوګند واخست۔

image
APP13-05 ISLAMABAD: June 05 - President Mamnoon Hussain administering the oath of office to Abdullah Hussain Haroon, Muhammad Azam Khan, Dr. Shamshad Akhtar, Syed Ali Zafar, Muhammad Yousaf Shaikh and Mrs. Roshan Khursheed Bharucha as Federal Minister during the oath taking ceremony at the Aiwan-e-Sadr. Caretaker Prime Minister Justice (R) Nasir-ul-Mulk is also present. APP

لنډ مهاله وزيراعظم ناصر الملك هم دستوره كښې ګډون وكړو۔
اسلام آباد ۔ 5 جون (اے پی پی) لنډمهاله وفاقي كابينې سوګند پورته كړو۔ اولس مشر ممنون حسېن د 6 لنډ مهال وفاقي وزيرانو څخه ددوئي د څوكيو سوګند پورته كړو۔ په دې لړ كښې يوه دستوره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې وشوه كومه كښې چې لنډ مهاله وزيراعظم ناصر الملك هم ګډون وكړو۔سوګند پورته كوؤنكو لنډ مهاله وزيرانو كښې عبداللہ حسېن هارون ، محمد اعظم خان ، ډاکټر شمشاد اختر ، سید علی ظفر ، محمد یوسف شېخ او مسز روشن خورشید بروچه شامل ده۔ د دستورې پېل د قرآن كريم تلاوت څخه وشو۔ په دې مهال قامي سرود هم وغږولې شو۔ د سوګند پورته كوؤنكو وزيرانو محكمې به وروستو اعلان كولې شي۔ اولس مشر سوګند پورته كولو څخه وروستو لنډ مهاله وزيرانو ته مباركي وركولو سره دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے دوئي ته د پاكستان د خذمت توفيق وركړي۔ په دې مهال لنډ مهاله وزيراعظم ناصر الملك او د كابينې غړو اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ اولس مشر هيله ولرله چې هېواد كښې صفا اوس سپېځلې ټاكنې باوري كولو به به لنډ مهاله حكومت خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ ده ووئيل كابينه كښې ښه شهرت او تجربه لرونكي كسان شامل كړې شوي دي كوم به چې د قانون سرلوړۍ سره سره د اولس د هيلو ترمخه كار وكړي۔ اولس مشر په دې خبره د اطمينان او خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې هېواد كښې په دوهم ځل جمهوريت خپله موده ترسره كړه۔ ډاکټر شمشاد اختر چاته چې د خزانې ٬ اقتصادي چارو ډويژن ٬ منصوبه بندۍ او پرمختګ قلمدان سپارلو امكان دے ٬ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل معاشی صورتحال مستحکم كول به زما ترجيح وي۔ عبداللہ حسېن هارون چاته چې د خارجه چارو وزارت سپارلو امكان دے وئيلي زه به خارجه دفتر كښی ابتدائي بريفنګ ترلاسه كولو او مشاورت سره مخ په وړاندېي ځم۔ امريكا سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ډونلډ ټرمپ د عمومي ډول يو امريكائي اولس مشر نه دے پاكستان له به ددې ادراك كول وي چې امريكا سره څنګه اړيكې جوړول دي۔ بېرسټر علی ظفر ووئيل زما ترجيح د ټول ټاكنو سپېځلې او آزادو جوړول باوري كولو كښې د الېكشن كمېشن آف پاكستان مرسته كول دي۔ روشن خورشید بروچه ووئيل د مېرنو او بشري حقونو مسئلو حل ته زما خصوصي پام دے او زه به د دې مسئلو حل له خپل كردار ترسره كوم

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں