د سېنېټ چيئرمېن د راروانې قامي اسمبلۍ څخه راتلونكي بلونه په سمدستي توګه د منظورلو په ځاې كمېټو ته د لېږلو تجويز سره اتفاق

image

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د سېنېټ دوه پخوانو چيئرمېنانو دې تجويز سره اتفاق كړی چې د راروانې قامي اسمبلۍ څخه راتلونكې بلونه به پھ سمدستي توګه د منظورولو په ځاې كمېټو ته لېږلې شي دغسې چې په دې بلونو تفصيلي بحث وكړی شي۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټ پخواني چيئرمېن سناتور رضا رباني ووئيل چې د قامي اسمبلۍ څخه منظور شوي راتلونكو بلونو كښې غلطۍ او كمزورۍ وي كوم چې د سېنېټ په اړوند كمېټو كښې بحث سره سميدې شي۔د سېنېټ پخواني چيئرمېن فاروق اېچ نائيك ووئيل كوم هم بل چې راشي هغه دې كمېټۍ ته ولېږلې شي۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني پھ دې تجويز سره اتفاق كولو سره ووئيل چې په سباؤن كښې به د دې خيال ساتلې شي۔د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمان هم د سېنېټ دوه پخوانو چيئرمېنانو د تجويز تائيد وكړو۔دې ووئيل چې په سباؤن كښې كمېټۍ ته د لېږلو نه غېر بدلون نه شي منظورولې

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں