سانیا(چین) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سيمه ايزې رابطې٬ آزاد تجارت او پراخا اقتصادي پرمختګ د زغم او دوستې زياتولو سره سره د انتهاخوښې مخ نيوي لپاره مهم ګرځولو سره وئيلي دي د اسيا پېړې د سهار نمر څيره وهونكے دے٬ په منطقه كښې د صلاحيتونو څخه د استفادې كولو او د كوټلو هڅو د لارې د امن٬ پرمختګ او خوشحالې شريك مقاصد ترلاسه كېدې شي٬ په اوسني تاريخ كښې د پاكستان او د چين د اړيكو كوم مثال نه موندلې كېږي ٬ مونږ په هر لحاظ قوي ورونړه يو٬ په منطقه كښې زمونږ دوستي د تزويراتي استحكام علامت دے۔ ده دا خبرې د چين په هينان ولايت كښې د اسيا د باؤ اقتصادي فورم پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د پراخا روابطو د لارې د امن او خوشحالې نوې دور پېل كولو لپاره چين سره همكاري كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لارې د بېلټ اېنډ روډ اقدام فلېګ شپ پروژه ده او دې به لوئې نتيجې راوځي۔ وزيراعظم دا د پراخا٬ مربوطو او د ګڼ اړخيزه پرمختګ غوره مثال ګرځولو سره ووئيل د دې څخه به ټولې ډلې استفاده وكړې شي او د دې ترسره كېدو سره به نه يوازې دا د راهدارې او د وړلو راوړلو مركز ثابت شي بلكې اقتصادي مركز به هم شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لار به لوېديز چين٬ مېنځنې او سوئيلي اسيا او مېنځني ختيز لپاره اسانه رسنه وركړي۔ ده ووئيل د نړۍ د آبادې اكثريت ٬ زياتې قدرتي وسيلې لرونكې او تجارت لپاره د ښه چاپېرچل په سبب اسيا اقتصادي نظام لپاره ځانګړې حيثيت ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل باؤ فورم د اسيا په اړه نړيوال اقتصادي نظام وضع كولو او په نړۍ كښې خپل مقام جوړولو په اړه د ځانګړي پلېټ فارم په توګه رامخې ته شوے۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2017م كښې د نړۍ په دريو كښې يوه برخه اقتصادي نمو په اسيا بحرالكاهل منطقه كښې راغلې چې پكښې زياتره برخه د چين ده۔ وزيراعظم د ښه ژوند شريكو هيلو لپاره نوې جذبې او عزم سره په مربوطو هڅو كولو زور راوړو چې پكښې اصلاحات٬ د سيمه ايزو ادارو استحكام٬ شريك روابط زياتول٬ د ټېكنالوجې څخه استفاده كول او په انساني وسيلو سرمايه كاري كول شامل دي۔ پرمختګ او سلامتيا لازم و ملزوم ګرځولو سره وزيراعظم ووئيل آزاد تجارت او د شراكتي جدت ثمرات سره مونږ برداشت او دوستې ته وده وركولې شو او داسې به انتهاخوښې لپاره ګنجائش هم نه وي۔ ده ووئيل د چين٬ پاكستان او افغانستان د درې كسيزه فريم ورك مقاصد هم دا مقاصد ترلاسه كول دي۔وزيراعظم ووئيل د چين اولس مشر شي جن پنګ لخوا د بېلټ اينډ روډ اقدام په نړيواله كچه د اولس خېرښېګړی لپاره دے او د دې ګټھ به ټولو ته ورسي۔۔ده ووئيل پاكستان دا د يو نسل نه تر بل نسل مثبت آغېز لرونكې اقدام ګڼي كوم به چې د 21 پېړۍ لاره وضعه كړي۔ده ووئيل پاكستان د چين په پياوړي پرمختګ فخر كوي۔د څو لسيزو د اصلاحاتو د لارې چين ښه پرمختګ كړې۔د كروړونو په شمېر خلق يې د غربت نه ويستلې او د نړيوال معيشت څيره يې بدله كړي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د رېل٬روډ او د بنيادي ډهانچې د پروژو د لارې د سي پیك څخه استفاده كوو۔دې سره د روزګار د زرګونو په شمېر موقعې پیدا شوي دي او لس زره مېګاواټ برېښنا زمونږ په قامي ګرډ كښې شامله شوې۔ده ووئيل لويې لارې٬ موټروے جوړول او خاص اقتصادي سيمې د سي پېك د پروژو لازمي برخه ده۔ده ووئيل د پاكستاد معيشت 6 فيصده د كال په شرح پرمختګ كوي٬زمونږ كېپيټل ماركيټ ته د رامخې ته كېدونكي درجه وركړی شوې٬په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار پياوړې موقعې موجود دي۔وزيراعظم ووئيل تر كال 2050م به مونږ د نړۍ لويې 15م معيشت يو۔ده ووئيل د پاكستان 207 ملينه آبادي د بشري وسيلو غمازي كوي او دا يو لويې صارف ماركيټ دے۔وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د 14 كروړه نه زيات موبائل فون صارفين دي٬انټرنېټ او براډ بينډ سروسز د هېواد ګوټ ګوټ ته رسېدلي او اي كامرس وده كوي٬مونږ به په خاص اقتصادي سيمو كښې د ټولې نړۍ څخه د سرمايه كارو هركلې كوو۔ده ووئيل مونږ د تاپي او د كاسا 1000 پشان د سيمه ايزو پروژو تل ملاتړ كړی۔وزيراعظم اولس مشر شي جن پنګ ته دوهم ځل لپاره د اولس مشر په ټاكلې كېدو مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د ده په مشرۍ كښې به چين د پرمختګ سفر روان وساتي۔وزيراعظم خپله وېنا په دې چينائي متل ختمه كړه چې كوم كس غر لړزوي نو هغه پې د وړوكې كاڼي نه كوي۔وزيراعظم ووئيل هم دا وخت دے چې كاڼي پورته كړې شي او غرونه ولړزولې شي۔اولس مشر شي جن پېنګ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هركلې وكړو۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د يادونې وړ ده باؤ فورم په كال 2001 كښې جوړ شوې ؤ او پاكستان د دې فورم په 26 ابتدائي هېوادونو كښې يو دے۔