اسلام آباد۔01جولائی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف به په 3 او 4 جولائي آستانه كښې د ايس سي او (شنګهائي مرستې تنظيم) كونسل آف هيډز آف سټېټ او اېس سي او پلس دوو سر مشرانو غونډو كښې ګډون لپاره قزاقستان ته ځي٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬د كابينې نور سينئر غړي او اعلٰی سركاري افسران هم د هغه سره وي۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د ګل په ورځ جاري بيان له مخې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو كونسل غونډه كښې وزيراعظم به په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي او دا اهميت به رامخې ته كوي چې پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سره سيمه ايز روابط او مرستې ته اهميت وركوي۔بيان له مخې وزيراعظم به اېس سي او پلس سمټ ته هم خطاب كوي څوك به چې د اېس سي او غړو هېوادونو سره سره به ډائيلاګ پارټنرز٬مبصر رياستونه٬د چيئر مېلمانه او نړيوال تنظيمونه هم رابلي۔وزيراعظم به په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان نقطه نظر څخه ګدون كوي خبروي او د اېس سي او د سيمې وګړو ګټې لپاره د تنظيم قوي كولو اهميت به هم رامخې ته كوي۔وزيراعظم به د مشرانو غونډې په موقع د شريكو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔