د پاكستان لخوا په سعودي عربستان د دوهم بېلسټك توغندي په بريد د اندېښنې څرګندونه ٬ سعودي حكومت او اولس سره د بشپړې مرستې او يو والي له د خپل لوظ پخلې

image

اسلام آباد ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان حكومت په ورور هېواد سعودي عربستان د دوهم بېلېسټك توغندي بريد په اطلاعاتو سخته اندېښنه ښكاره كړې او سعودي حكومت او اولس سره ئې د بشپړې مرستې او يو والي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر لخوا تېره ورځ جاري شوي بيان ترمخه پاسكتان د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې او د قيمتي ځانونو زيان مخنيوي لپاره ئې د سعودي فورسز لخوا توغندې تباه كولو په وخت د كاروائۍ كولو ستائنه كړې۔ پاكستان سعودي عربستان ته د پېښ هر خطر غندنه كوي او يمن كښې حكومت مخالف قوتونو څخه غوښتنه كوي چې د سعودي عربستان په ضد بريدونو څخه قلار شي۔

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر