وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره هڅې كوي

image
APP01-29 ISLAMABAD: August 29 - Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan, Federal Minister for Power and Petroleum Omar Ayub Khan and Special Assistant to Prime Minister Petroleum Nadeem Babar jointly addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره هڅې كوي٬د سرمايه كارو لپاره كاروبار كولو لپاره آسانۍ راجوړوي٬ټول قام به(نن)د جمعې په ورځ د كشمير يو والي ورځ لمانځلې٬عامه رخصتي به نه وي٬ټول دفترونه او تعليمي ادارې به پرانستې وي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د برېښنا او پیټروليم وفاقي وزير عمر ايوب او د پېټروليم صلاحكار نديم بابر سره د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره هڅې كوي٬د سرمايه كارو كاروبار كولو لپاره آسانۍ راجوړوي٬د وزيراعظم په سپارښتنه سرمايه كارو لپاره باقاعده مېنډېټ وركړې شوې ٬د اولس د هيلو لپاره شپه او ورځ خواري كوي۔دې د پي ټي آئي يو لارښود لخوا په خپل ځان عائد كړو تورونو په حقله ووئيل د كومو بهرتو چې هغه حواله وركړې هغه بهرتۍ زما د چوكۍ سنبهالولو څخه وړاندې شوي۔وزيراعظم په دې اړه خپل خاص مرستيال نعيم الحق ته ټاسك وركړې۔وزيراعظم په دې اړه د ناخوښې هم څرګندونه كړی او وئېلې يې دي چې د ګوند كوم هم لارښود او غړي ته د كوم كس يا ادارې څخه ګيله وي تو هغه دې د سوشل مېډيا په ځاې د ګوند په كچه حل كړي۔خاص مرستيالې ووئيل د ګوند ډسپلن خلاف ورزۍ كولو په ضد به ګامونه پورته كولې شي۔دې ووئيل چې(نن)به د جمعې په ورځ ټولو پاكستانيانو له د وزيراعظم غږ سره غږ يو كول وي او د كشميريانو سره د يو والي ورځ لمانځل دي٬ټول اولس او سول سوسائټۍ له د دولسو نه تر دولس نيم بجو په مهال د كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كول دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل عامه رخصتي به نه وي٬ټولې دفترې او تعليمي ادارې به پرانستې وي

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں