پاکستان د بشپره هلو ځلو ٬ د ډونرز او همكارانو په مرسته په ملیریا قابو موندلو له لوظي دے، مونږ په دې رنځ قابو موندلو او ختمولو له ځائې اسانۍ كارول پيل كړي

image
APP95-18 LONDON: April 18 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing at the high level segment: ready to beat malaria, during “Malaria No More Summit”. APP

لندن 18 اپریل(اے پی پی ) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيلي دي پاکستان بشپره هلو ځلو ٬ د ډونرز او همكارانو په مرسته په ملیریا قابو موندلو له لوظي دے، مونږ په دې رنځ قابو موندلو او ختمولو له ځائې وسائل كارول پيل كړي، صوبائی حکومتونو په ملیریا قابو موندلو له فنډز په تيرو څو كلونو كښې يو په دوه زيات كړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده 25م کامن ویلتھ هيډز آف ګورنمنټ مېټنګ 2018ء په موقع ملیریا سمټ ته خپل خطاب کښې وكړه۔ وزیراعظم دا سمټ په وخت يو مهم اقدام ګرځولو سره ووئيل د چیلنجونو سره پاکستان په ملیریا قابو موندلو له هڅې كړې كومې چې د ډبلیو ایچ او ګلوبل ټیکنیکل ستراتيجكي 2016ء نه تر 2030ء سره همغږي لري۔ ده ووئېل د 2013ء نه تر 2017ء په مهال پاکستان كښې د ملیریا کیسونه 80 فیصده كم شوي ۔ وزیر اعظم ووئيل د 2013ء نه پس پاکستان د تر ټولو زيات ځپليو سيمو كښې د حشرات العرض څخه مخنيوي له 12 ملیونه مچھردانۍ وركړې،یونیورسل هیلتھ کوریج لپاره د ملیریا تشخیص او درملنې خذمات كليو او لرې پرتو سيمو ته رسولې كېږي دغسې چې د ټولې آبادۍ او وروستو پاتې طبقو حاجتونه تر سره كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د ملیریا تشخیص په کوریج كښې د پراخه ریپډ ډائیګناسټك ټېسټ کټس سره كېږي، دې نه ځانله د ملیریا په اړه ويړيا درملنې له نجي څانګه هم شامل کړې شوې۔ شاهد خاقان عباسی ووئيل ملیریا انفارمېشن سسټم د فعال آن لائن ډی ایچ آئی اېس۔2 سره اپ ډيټ كېږي دغسې چې د باور وړ معلومات ترلاسه شي۔ دې نه ځانله د تشخیص او ساتنې نظام قوي كولو له موجودہ انفراسټرکچر زياتولو له كار روان دے۔ ده ووئيل پاکستان د بلیو ایچ او ایسټرن مډېټیرین سيمې هېوادونو كښې د ملیریا تر ټولو زيات زيان پورته كوونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ده ووئيل پاکستان سرحدی سيمو كښې په ملیریا قابو موندلو له هڅې كښې مرستې او كوټلې رابطه کارۍ لپاره ایران او افغانستان سره کراس بارډر ملیریا نیټ ورك جوړ كړې۔دې نه ځانله مونږ اسياﺀ بحرالکاحل هېوادونو سره د اسياﺀ پیسفك لیډرز ملیریا الائنس د لارې په ګډه كار پيل كړې كوم چې د سيمې څخه د ملیریا ختمولو په اړه زمونږ د عزم عکاسي ده۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ د ملیریا ختمولو له وسائل زيات كړې شوي او د ښې مرستې او انتظام د لارې به خپلې هڅې زياتوو۔ ده ووئيل پاکستان د بلیو ایچ او او ملینډا اینډ ګېټس فاؤنډیشن ترمينځه مرسته ستائي او په دې اړه د خپل كار استعداد زياتولو خوښې لري۔ په دې موقع پرنس آف ویلز هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سمټ ته د دولت مشترکه بيلو غړو هېوادونو د ګیمبیا، ګھانا، کېنیا، موزمبیق، نمېبیا، یوګنډا، نیوګنی، تنزانیه او زمببا لارښودو هم خطاب وكړو۔

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں