د كال د 2013م څخه تراوسه پھ سعودي كښې په بېلا بېلو جرائمو كښې 66 پاكستانيانو ته پهانسي وركړې شوې

image

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې د كال د 2013م څخه تراوسه پھ سعودي كښې په بېلا بېلو جرائمو كښې 66 پاكستانيانو ته پهانسي وركړې شوې٬ 1337 پاكستانيان د رياض او 1580 د جده پھ زندانونو كښې بند دي٬پاكستانې سفارت او قونصلګرۍ د سعودي په زندانونو كښې بند او ټولو بنديانو ته د قونصلر په كچه رسنه وركوي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتورې ثمينه سعيد٬عتيق شېخ او د اعظم سواتي د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل چې په كال 2018 كښې اتو پاكستانيانو ته د نشه اي توكو په اړه په جرائمو٬عصمت درې او د قتل په جرائمو كښې پهانسي وركړې شوې۔د ووئيل چې د ځايې قواعدو او ضوابطو له مخې يوازې پريكټس كونكو د سعودي وكيلانو ته په ځايې عدالتونو كښې د وړاندې كېدو اجازه ده

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں