اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزیر شوکت ترین وئيلي دي حکومت كوټلې تګلارې اقتصادی ودې پلو روان دے، د قامی معیشت مهمې اشارې د لا ښه والي عكاسي كوي ، د اقتصادي مشاورتې کونسل بيلو ډلو د اړخه وړاندې كړو سفارشات او په پالیسیو عملدرآمد لپاره به د پاکستان انسټي ټيوټ آف اکنامك ډویلپمنټ پائیډ څخه پوهان اخستلے شي، دغه پوهان به د وزارتونو سره مرسته كوي او د دغې ډلو ټاكلو اهدافو په پیشرفت به وزیراعظم ته هره مياشت پریزنټیشن وركولے شي، د منصوبه بندۍ نه غير د كوټلي پرمختګ او ودې اهداف نه شي ترلاسه كيدے، 1972ء نه پس په وړومبي ځل د هېواد په تاريخ كښې په بيلو څانګو كښې بهترۍ لپاره كوتلي منصوبه بندي كيږي۔د جمعې په ورځ د قامي غذائی تحفظ او تحقیق وفاقی وزیر سیّد فخر امام، د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار، د وزیراعظم د سرمایه كارۍ او تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د وزیراعظم د ادارہ جاتی اصلاحات صلاحكار ډاکټر عشرت حسین او د اقتصادی مشاورتی کونسل نورو غړو سره خبري كنفرنس ته وفاقی وزیر شوکت ترین ووئيل د 1972ء نه پس په وړومبي ځل په منظم انداز د قامي معیشت مهمو څانګو په اړه منظم منصوبه بندي شوې، په قامي اقتصادی مشاورت کونسل كښې د نجی څانګي سټیك هولډرز شامل کړے شوي،مونږ 14 ترجیحی څانګي په ګوته كړي او هغې لپاره مو د لنډې مودې ٬ مينځنۍ مودې او اوږدي مودې پالیسۍ او اهداف ټاكلي۔ده ووئيل اقتصادی مشاورتی کونسل بيلو ډلو د اړخه وړاندې شوي سفارشات او په پالیسیو عملدرآمد لپاره پاکستان انسټی ټیوټ آف اکنامك ډویلپمنټ(پائیډ) څخه به پوهان اخستلے شي،دغه پوهان به بيلو وزارتونو سره مرسته كوي او په ټاكلو اهدافو د پیشرفت په اړه به وزيراعظم ته هره مياشت یزنټیشن وركولے شي۔ ده ووئيل د كوټلې اقتصادي ودې مزل پيل كړے شوے، ستمبر مياشتي څخه به د کارکردګۍ جاج اخستو عمل پيل شي،دا يو مهم پیشرفت دے ځكه چې د منصوبه بندۍ نه غير مونږ كوټلې وده نه شو ترلاسه كولې۔د خزاني وزير ووئيل د حکومت پورته شوو اقداماتو په نتيجه كښې د معیشت ټولي اشارې په سم پلو رواني دي، د اوورسیز چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری هېواد كښې کاروبار لپاره د باور رینکنګ زيات كړے ، د پاکستان ټیکسټائل ایکسپورټ 16 نه تر 17 فیصد زيات شوے ،دغسې د موبائل فونز برآمدات د درآمدات څخه زيات شوي۔ د قامی غذائي تحفظ اوتحقیق وفاقی وزیر سید فخر امام په دې موقع ووئيل زراعت زمونږ د ملا تير دے خو په تيرو 20 كلونو كښې د زراعت څانګي ته پام لرنه نه ده شوې ۔1960 نه تر 2001 زرعی پرمختګ 4 فیصد ؤ خو 20 كاله كښې دا 3 فیصده ته راغلے۔ ده ووئيل كروندګرو ته خاص پام لرنه كيږي، د کروندګرو د ژوند معيار ښه كولو له كار كوو،هېواد كښې 38 فیصده زرعی زمكه باندې غنم كرلې كيږي، د دې امدادی بيعه 14 سوه څخه 18 سوه ته رسولو سره پيداوار كښې 22 لکهه ټنه زياتولے ریکارډ شوے۔په دغه وجه سږ كال كوم بحران نه دے راپيدا شوے۔ ده ووئېل د دالونو پیداوار 10لکهه ټنه زيات شوے۔ د جوارو پیداوار كښې 7 لکهه ټنه اضافه شوې ، د پومبې پیداوار 10 لكهه ټنه بیلز هدف ؤ ، هيله لرو چې دغه هدف به پوره كړے شي۔ده ووئېل د موسم په وجه تير كال سندھ كښې د هدف څخه نيم په نيمه کم پیداوار تر لاسه شوے۔ده ووئيل کامیاب جوان پروګرام ترمخه کروندګرو له وركړې كيدونكې پور سره به زرعی پیداوار كښې ښه والے راشي ٬ دغسې تحقیق او د ټیکنالوجي منتقل كولو ته پام لرنه كيږي ۔ ده ووئيل هېواد كښې د آمونو او كينو ریکارډ پیداوار شوے ٬ مونږ لائیو سټاك او فشریز اپ ګریډ کولو له هڅه كوو۔ د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل موجودہ حکومت د هېواد برآمدات زياتولو ته پام لرنه كوي۔ سږ كال لپاره د برآمدات هدف 38.7 اربه مقرر کړے شوے،په دې كښې د بيلو څېزونو د برآمدات هدف 31.2 اربه ډالره او د خذمات برآمدات هدف 7.5 اربه ډالره دے۔ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې درآمدات كم او برآمدات زيات شي۔ د وزیراعظم د ادارہ جاتی اصلاحات صلاحكار ډاکټر عشرت حسین ووئيل د كوټلي پرمختګ اهدافو ته خاص پام لرنه كيږي،دغه وجه ده چې آمدن زيات شي نو مصنوعات او د خذمات طلب به هم زيات شي ۔ده ووئيل عام وګړو له بنیادی اسانۍ وركولو لپاره ځائې حكومتونه قوي كول او هغوي له زيات اختیارات وركول دي مونږ له به دغه عمل بشپړول وي۔ده ووئيل د جی ډی پی په لحاظ سره د سرمایه کارۍ شرح 15 فیصد ده او دا به 20 فیصد ته رسول وي۔ده ووئيل هېواد كښې د آئي ټي څانګه پرمختګ كوي ٬ زمونږ برآمدات 2 اربه ډالره دي دغسې ګاونډي هېواد هند برآمدات 150 نه تر 200 اربه ډالره دي، مونږ د كاروباري طبقي لپاره آسانۍ راپيدا كوو ۔ده ووئېل د اېف بی آر د اړخه ټیکس نیټ زياتول دي، زمونږ خرڅونه 20 فیصده دغسې محصولات 12 فیصده دي ٬ دا خلیج به كمول وي، مونږ له به د ویلیو ایډډ برآمدات پلو تلل وي ، ترسیلات زر زياتول دي۔ اقتصادی مشاورتی کونسل د صنعت او برآمدات په اړه د ګروپ غړي محمد علی تابا په دې موقع ووئيل برآمدات زياتولو او نوو صنعتونو جوړولو ته پام لرنه كوو ، موجودہ حکومت د طلب له مخي د څېزونو په ځائې توګه د جوړولو پالیسی خپله كړې كومه چې ښه خبره ده ۔ محمد علی تابا ووئيل مونږ هڅه كوو چې ټولو څانګو كښې د يو ارب ډالرو برآمدات هدف سر كړو ، د اقتصادي مشاورتی کونسل سفارشات په بجټ كښې شامل كړے شوي او د خزانې وزير په راران مالي كال بجټ كښې د پاتي سفارشاتو شاملولو باور راكړے۔ د اقتصادی مشاورتی کونسل شریک چیئرمین او د هاؤسنګ او کسنټرکشن ګروپ غړي عارف حبیب ووئيل موجودہ حکومت د تعمیرات څانګي ته خاص پام لرنه كړي ٬ ځكه ئې خصوصی پیکیج وركرے او د هغې ښې نتيجې رامخې ته كيږي ، د تعمیراتی میټریل پیداوار زياتيږي،دغسې د كم لګښت كورونو جوړولو لپاره د پور وركول هم زيات شوي۔ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې د معیشت په شان د هاؤسنګ څانګه كښې هم د ودې عمل كوټلے كړے شي او د دې ډاکومنټیشن باوري كړے شي۔ده ووئيل هېواد كښې غریبانانو له د رعایتی قرض وركولو ښې نتيجې رامخې ته كيږي او دې سره به د معاشی اهداف سر كول هم ممكن شي۔ د خزانې وزير ووئيل چارټر آف اکانومی پكار ده، كه اپوزیشن ګوندونه په دې اړه راوړاندې شي نو ښه خبره ده۔د خزاني وزير ووئيل پاکستان د آئی اېم اېف پروګرام څخه د وتللو كومه اراده نه لري، تيره ورځ زما د آئي اېم اېف چارواكو سره ښې خبرې شوي، د ستمبر په آخر كښې به د پاکستان او آئی اېم اېف ترمينځه باضابطه خبرې پيل شي، دغسې اکتوبر كښې به واشګټن ته د تللو په مهال د آئی اېم اېف چارواكو سره نوري تفصیلی خبرې كيږي