د سعودي ولي عهد او دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې په بشپړېدو شريكه اعلاميه

image
APP73-18 RAWALPINDI: February 18 – Prime Minister Imran Khan delivering remarks prior to the departure of Saudi Crown Prince HRH Mohammed bin Salman at Nur Khan Base. APP

اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی) پاكستان او سعودي عربستان دوه اړخيزه تجارت٬ د سرمايه كارۍ او كاروبار له په اولسي كچه اړيكو ته د ودې وركولو او قوي اقتصادي همكارۍ لپاره د نجي څانګې ډاډګيرنې ته سلا شوي دي ۔ د سعودي ولي عهد دوهم وزيراعظم او دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې په بشپړېدو شريكه اعلاميه جاري كړی شوې۔د اعلاميې له مخې د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان په بلنه د اعلٰی كچ پلاوي سره د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره وكړه۔په پلاوي كښې د هغه سره وزيران او كاروباري شخصيات هم ملګري وو۔د دورې په مهال دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو په اړه د خپل عزم پخلې وكړو۔وزيراعظم عمران خان د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود قيادت او د هغه د حكومت لپاره هڅې او په خاص توګه د حاجيانو لپاره خذمات وستائېل۔وزيراعظم د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پرمختګ او سرمايه كارۍ لپاره وژن هم وستائېلو او هيله يې څرګنده كړه چې په سعودي كښې وژن 2030 ترمخه به پرمختګ او څوكالۍ كښې تندي راشي۔د اعلاميې له مخې د سعودي ولي عهد د وزيراعظم پاكستان اسلامي٬سماجي او اقتصادي اصولو اډانه د فلاحي رياست جوړولو تږ لاره وستائېله او د سعودي عرب د اړخه يې د بشپړه مرستې باور وركړو۔دواړو هېوادونو ترمينځه د خبرو اترو په مهال د مرستې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو عمل وستائېلې شو۔په دې مهال د ملګرتيا په چاپیرچل كښې په بېلو چارو خبرې اترې وشوې او ډلو د دواړو هېوادونو ترمينځه د قيادت په كچ د رابطو استحكام باندې د اطمينان څرګندونه وكړه۔په خبرو اترو كښې پاكستان د سعودي عرب د اړخه په ټوله نړۍ كښې مسلمانانو له د پېښو مسئلو حل له مثبت كردار وستائېلو۔په اعلاميه كښې وئېلي شوي سعودي عرب هم په اسلامي نړۍ كښې د پاكستان مهم پوزېش او سيمه ايز امن او سلامتيا له هڅې وستائېلې۔ډلو په دوه اړخيزه دفاعي او سلامتيا په قوي اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔سعودي عرب او پاكستان د اړخه د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتلو له د عزم پخلې وشو۔د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې د دواړو هېوادونو د اړخه قربانۍ او ترلاسه شوې كاميابۍ وستائېلې شوې۔دوي د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او په نړيواله ورورولۍ يې زور راوړو چې د نړيوالې ترهه ګرۍ په ضد به ذمه وارۍ ترسره كولې شي۔دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو نظام سياسي جوړولو څخه د ډډې كولو په حاجت هم زور راوړو۔د شريكې اعلاميې له مخې دواړو هېوادونو په مينځني ختيز كښې عرب امن اقدام د فلسطيني اولس جائزو حقونو ترلاسه كولو له هيله څرګنده كړه۔خبرو اترو په مهال ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان د اړخه هند سره د خبرو اترو لپاره څرګندونې او په دې اړه هڅې وستائېلې۔ده د كرتارپور كراسنګ پوائنټ پرانستلو اقدامات ستائېلو سره ووئيل سيمه كښې امن او استحكام او د مسئلو حل له خبرې اترې يوازنۍ لار ده۔ډلې افغانستان كښې د مسئلې سياسي حل او امن او استحكام ته د ودې وركولو اهميت ته سلا شوې ٬ دغسې چې پھ ګاونډيانو هېوادونو كښې مېشته افغان كډوال خپل هېواد ته ستانه شي او د هېود امن او پرمختګ لپاره كردار ترسره كړي۔په دې موقع سعودي عرب د پاكستان د اړخه د كډوالو په كوربتوب كولو او نور اقدامات وستائېل۔د اعلاميې له مخې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو په تناظر كښې دواړو هېوادونو د سعودي او پاكستان ترمينځه د شريك سپريم كوآرډينېشن كونسل جوړولو پريكړه وكړه۔د كونسل مشري به د سعودي عرب د اړخه ولي عهد او د پاكستان د اړخه وزيراعظم په شريكه كوي۔د كونسل غونډې به په دواړو هېوادونو كښې كېږي۔په دې مهال دواړه هېوادونه شريك تجارت٬سرمايه كارۍ او د اولس او سوداګرو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په لړ كښې د ټولو وسائلو كارولو ته سلا شول۔د تجارت او كاروبار لپاره شريك كمېشن كوم چې اوس د سعودي عرب پاكستان سپريم كوآرډينېشن برخه ده٬په خاص څانګو كښې او د مصنوعاتو په اړه دوه اړخيزه تجارت ته آسانۍ وركوي۔د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او وزيراعظم عمران خان اقتصادي اړيكو قوي كولو له د ګڼو لوظ نامو او مفاهم په يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔په مجموعي توګه به 20 اربه ډالره څخه زياته سرمايه كاري كولې شي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكه سرمايه كاري او تجارت زيات شي۔وزيراعظم سعودي له د پاكستان اقتصادي نمو او پرمختګ كښې د شراكتدار جوړیدو بلنه وركړه۔د سعودي ولي عهد د وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې اقتصادي او سماجي پرمختګ له هڅې وستائېلې او په دې خبره يې زور راوړو چې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه لويې اهميت لري كومه به چې د سيمې پرمختګ او څوكالۍ كښې كردار ترسره كړي۔اعلاميې له مخې دواړو هېوادونو امن ته ودې وركولو او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ له د بېلو مذهبونو پيروكارو ترمينحه خبرو اترو٬شريك عزت او مفاهمت ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ده ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد ظلمونو او د بشري حقونو خلاف ورزو غندنه وكړه۔د دوه ورځنۍ سركاري دورې په آخر د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان د اړخه په مېلمستياﺀ كولو او د هغه د ورورولۍ په جذباتو مننه وكړه۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او په سباؤن كښې يې د هغه د پاكستان دورې په اړه هيله څرګنده كره

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں