اسد قېصر سره د شېخ ډاکټر حمام حمودي په مشرۍ كښې د عراق پارلماني پلاوي وليدل

image
APP22-25 ISLAMABAD: July 25 – Chairman NAB, Justice (Retd) Javed Iqbal listening public complaints during open hearing at NAB Headquarters. APP

اسلام آباد 25 جولائي(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د زيارت په ورځ د شېخ ډاکټر حمام حمودي په مشرۍ كښې د عراق پارلماني پلاوي ليدلي ۔ د ملاقات په مهال اسد قېصر ووئيل منطقه كښې امن ٬ سيمه ايز پرمختګ او سوكالۍ له ټولې شخړې په سفارتي كچه هوارلو ته اړتيا ده٬ سيمه ايزې سلامتيا او منطقه كښې امن لپاره د كشمير كشالې هوارې د وخت مهم ضرورت دے د دې د هواري نه غېر منطقه كښې د امن خوب نشي رښتيا كېدې۔ سپیکر عراق سره د پاكستان اړيكو پحقله ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې د مذهب ٬ ورورولۍ او شريك احترام په قوي بنيادونو اډانه دي۔ د عراق د پلاوي مشر ډاكتر شېخ حمام حمودي د اسد قېصر د خيالاتو ستائنه كولو سره ووئيل چې دواړه هېوادونو د مذهب او اخوان المسلمین په رشته كښې تړلې دي۔ د بېلا بېلو چارو سره سره د شريكې خوښې په چارو د خبرو نه علاوه ډاكټر شېخ حمام حمودي اسد قېصر ته د عراق دوره بلنه هم وركړه

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں