اسلام آباد 17فروری(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان نړۍ كښې غريبۍ ختمولو لپاره پنځه نكاتي ايجنډا وړاندې كولو سره وئېلي دي د كركيلې بنيادي اډانې له سرمايه كاري ٬ د كركيلې او خوراك څېزونو لپاره مناسب بيعه باوري كول٬ د خوراك پېداوار زياتولو لپاره د نوې ټېكنالوجۍ او صلاحيتونو سره د كركيلې او صنعت په څانګو كښې ډيجيټل ټېكنالوجي كارولو ته پام لرنه پكار ده ۔ مونږ له به د سباؤن چېلنجز مخ نيوي له منصوبه بندي كول وي٬نړۍ د كورونا وباﺀ مخ نيوي په اړه بېلو چېلنجونو سره مخ ده يا خو به مونږ يوځاے ختم شوو او يا به په ګډه د چېلنجونو مقابله كولو كښې بريالي شوو۔كروندګر د كارپورېشنز په رحم و كرم نشو پرېښودلي۔ پاكستان كښې د كركيلې څانګې لپاره فنډز يو په درې زيات شوے٬په سي پیك كښې د كركيلې څانګه كښې د جدت رامخې ته كولو كار هم شامل كړے شوے۔د پاكستان حكومت د تل پاتې پرمختګ اهداف سر كول خپله ترجيح كرځولې۔د كورونا وباﺀ په مهال د احساس پروګرام د لارې سره د مالي ستونزو مو د بې وزله كوروني مالي مرسته كړې٬په راروانو دريو كلونو كښې به په پاكستان كښې لس اربه اونې نال كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورو په ورځ د كركيلې د پرمختګ نړيوال بېنك د ګورننګ كونسل غونډې ته ورچوئل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل كركيله د بشري بقاﺀ لپاره ډېره مهمه ده٬نړيوال فنډ د پرمختګ كوونكو هېوادونو د كركيلې پیداوار زياتولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے٬نن نړۍ د كركيلې ستونزو سره مخ ده٬د نړۍ وداني به ډېره زر 8 اربه ته ورسي او 60 كروړه خلق به د بې وزلۍ ښكار شي۔هغه ووئيل لس كروړه كوچنيان د خوراك كمي د لاسه مسئلو سره مخ دي۔هغه ووئيل له بده مرغه د كورونا وباﺀ د لاسه نور لس كروړه كسان زيات بې وسه شوي۔د 20 نه زيات هېوادونه د خوراك كمي سره مخ دي۔د خوراك نړيوالې ادارې په ځينو غريبو هېوادنو او د اړي ګړي ښكار سيمو كښې د قحط راتللو خبردارے وركړے۔هغه ووئيل مونږ له به د سباؤن خپل وژن كښې بدلون كول وي۔د كورونا وباﺀ او موسمياتي ستونزو د لارې امير يا غريب كمزوري يا طاقتور ټولو ته بايد دا پېغام وركړے شي چې د دوي مقدر يو بل سره تړلے دے۔ مونږ به يا خو يوځاے ختم شوو او يا به په ګډه د چیلنجونو مقابله كولو سره كامياب شوو۔هغه ووئيل مونږ له په نړيواله كچه د چارو بهترۍ او د ټول انسانيت بقاﺀ او خوشحالۍ له شريكو منصوبو او ترجيح ته اړتيا ده۔وزيراعظم ووئيل د كورونا وباﺀ ستونزې د لاسه د رامخې ته شوې كساد بازارۍ مسئلې مخ نيوي له هغه په اپرېل كښې په قرضونو ستنولو كښې د رېليف په حقله د نړيوال اقدام وړاندېز وركړے ؤ۔د جي 20 هېوادونو او نړيوال بېنك٬ آئي اېم اېف او نورو ادارو لخوا د قرضونو معطلۍ اعلان سره څه نه څه رېليف ترلاسه شوے خو د اوسنو اندازو له مخې پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د كورونا وباﺀ اثراتو مخ نيوي او د تل پاتې پرمختګ هدفونو سر كولو له 4.3 ټرېلين ډالره پكار دي ۔وزيراعظم ووئيل تېر كال دسمبر كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خصوصي غونډه كښې ما د كورونا وباﺀ اثرات مخ نيوي له د پرمختګ كوونكو هېوادونو مرستې له زر تر زره د مالي مسائلو رامخې ته كولو په اړه بېل اقدامات تجويز كړې وو ۔هغه ووئېل كه مونږ غربت ختمول غواړو نو د دې نه به ډېر وړاندې تلل وي۔په دې لړ كښې پنځه نكاتي ايجنډه وړاندې كوم٬مونږ له به وړومبې د كركيلې سامان او د خوراك څېزونو٬وړولو راوړلو٬پیداوار او وېش كښې آسانۍ وركولو له د كركيلې په بنيادي اډانه سرمايه كاري كول وي۔دوهمه دا چې حكومت له به د كركيلې او خوراك څېزونو لپاره مناسب بيعه باوري كولو له نورې هلې ځلې كول وي۔درېمه دا چې د خوراك پیداوار زياتولو د اوبو او زمكې په فعاله توګه كارولو او د ټولو نه زيات د غوره معياري تخم وركولو لپاره به نوې ټېكنالوجيز او صلاحيتونه كارول وي٬څلورم دا چې زمونږ د كركيلې او نورو معاشي څانګو كښې ډيجيټل ټېكنالوجي كارول مهم دي٬ قامي او نړيواله سپلائي كښې رابطو لپاره كلي والو سيمو كښې د انټرنېټ او براډ بينډ آساني وركول ضروري دي٬پنځم مونږ له به د خوراك په كهپت او د پیداوار طريقو ته بيا كتنه كول وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به خپل تالابونه دريابونه او سمندرونه د خيرنوالي نه بچ كول وي۔هغه ووئيل مونږ د خطرناك كېميكل نه غېر د لږو اوبو نه زيات پېداوار ترلاسه كولې شو۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د تل پاتې پرمختګ اهداف سر كولو او د بې وزلۍ خاتمه خپله ترجيح ګرځولې۔هغه ووئيل سره د مالي ستونزو د كورونا وباﺀ په مهال مونږ نزدې د 8 اربه ډالره رېليف پېكج وركړے ٬دا د پاكستان د تاريخ د غربت ختمولو تر ټولو لويې پروګرام دے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د نړۍ تر ټولو زياتو اونو بوټو نالولو پروګرام پېل شوے او په راروانو دريو كلونو كښې به لس اربه اونې بوټي نلولې شي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان په ډول پرمختګ كونكي هېواد لخوا د تل پاتې پرمختګ او د بې وسۍ ختمولو لپاره قامي هڅې په نړيواله مرسته كاميابېدې شي۔۔