د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د قومي سلامتيا كمېټې غونډه٬ د كشميريانو د خپلواكې د حق غږ تر پښو لاندې كولو لپاره د هند د جارحانه اقداماتو سخته غندنه

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د قومي سلامتيا كمېټې د كشميريانو د خپلواكې د حق غږ تر پښو لاندې كولو لپاره د هند د جارحانه اقداماتو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان به د مقبوضه جمو او كشمير د بهادر اولس سفارتي٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكې حق او انصاف لپاره هڅې كوي٬ جمو او كشمير پخوانې او غېر تفصيه شوې نړيواله شخړه ده كومه چې د سوله ايز حل تقاضه كوي٬ پاكستان د هند كوم ډول مهم جوئې او د جارحيت په ضد خپلې دفاع لپاره په مكمل توګه تيار دے٬ د قوم په بشپړ ملاتړ د هند د كوم ډول جارحيت او مهم جوئې پوخ ځواب وركولو لپاره تيار يو۔ د قومي سلامتيا كمېټې غونډه د اتوار په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې وشوه۔ د غونډې نه پس د جاري شوي بيان له مخې د قومي سلامتيا په غونډه كښې د هند د هغو اقداماتو جاج واخستل شو د كومو له امله چې د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال په تندې سره مخ په خرابېدو دے۔ په غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك،د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډئر ﴿ر﴾ اعجاز شاه٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن٬ د بري٬ بحري او د فضائي ځواكونو مشرانو٬ د آزاد كشمير وزيراعظم٬ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬ د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل٬ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل٬ خارجه سېكتر٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سېكتر او د قومي سلامتيا ډويژن سېكتر ګډون وكړو۔ د غونډې ګډون كوونكو ته د مقبوضه جمو او كشمير د اولس په ضد د جبر او استحصال٬ د دوي د افسوس وړ صورتحال٬ په مقبوضه كشمير كښې د زمكي حقائقو په ضد سياسي مقاصدو لپاره د ترهګرې په استعمال٬ پاكستان په اشتعال كښې راوستلو لپاره د بې ګناه وګړو په ضد د كلسټر بمونو كارولو٬ په مقبوضه كشمير كښې د آبادې تناسب ورانولو او د مقبوضه جمو او كشمير د متنازعه حېثيت په اړه ابهام پېدا كولو لپاره د هند لخوا د حقائقو پټولو او د ډس انفارمېشن په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د قومي سلامتيا كمېټې د هند لخوا د مشكوك او مشتبه ذريعو د لارې د عدم استحكام په هڅو اندېښنه وښودله۔ كمېټې دا خبره نوټ كړه چې هند په مقبوضه جمو او كشمير كښې خپل اخلاقي جواز د لاسه وركړے۔ په نړيواله كچه د خپل جنګي جنون په پالېسو كښې په ناكامې اوس هند په غېر قانوني ٬ غېر جمهوري او غېر انساني اقداماتو او چالونه راغلې چې په نتيجه كښې ئې په مقبوضه جمو او كشمير كښې په لويه پېمانه د انساني ځانونو او مال زيان كېږي۔ په مقبوضه كشمير كښې نور پوځ په ځائ كول او د بې ګناه او غېر مسلح آبادې په ضد د طاقت ظالمانه استعمال په اور د تېلو اچولو برابر خبره ده۔ د قومي سلامتيا كمېټي په داسې موقع كله چې پاكستان نړۍ سره په ګډه د افغان شخړې حل ته پام كوي٬ د هند لخوا د دې حكمت عملې سخته غندنه كوي۔ د هند د اوسنيو اقداماتو په نتيجه كښې د تشدد اضافه او سيمه د فلېش پوائنټ په جوړېدو كښې مرسته كېږي۔ په مقبوضه كشمير كښې د هند تشدد د جوهري طاقت لرونكو دوه ګاونډيانو ترمېنځه د عدم استحكام سبب هم جوږېږي۔ د قومي سلامتيا كمېټې نوټ كړه چې څنګه په كورنۍ او نړيواله كچه د هند سازشونه او كړې څرګندېږي٬ دغسې د دې خبرې امكانات زياتېږي چې هغه به د جعلي عملياتو پشمول په مايوسې كښې د خطرناكو چارو په پلو لاړ شي۔ د قومي سلامتيا كمېټې ووئيل چې پاكستان به د مقبوضه جمو او كشمير د بهادر اولس سفارتي٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكې حق او انصاف لپاره هڅې كوي٬ جمو او كشمير پخوانې او غېر تفصيه شوې نړيواله شخړه ده كومه چې د سوله ايز حل تقاضه كوي٬ پاكستان د هند كوم ډول مهم جوئې او د جارحيت په ضد خپلې دفاع لپاره په مكمل توګه تيار دے٬ د قوم په بشپړ ملاتړ د هند د كوم ډول جارحيت او مهم جوئې پوخ ځواب وركولو لپاره تيار يو۔ پاكستان په هند ټينګار كوي چې هغه دې د جمو او كشمير د اولس د خواهشاتو او هيلو له مخې د دې مسئلې حل لپاره وړاندې راشي۔ د آزاد جمو او كشمير وزيراعظم د قومي سلامتيا كمېټې ته باور وركړو چې د كنټرول لائن په دواړو خوا اوسېدونكي كشميريان د هندي جارحيت او ظلم و ستم مقابلې لپاره پوخ عزم لري۔ د اېل او سي په دواړو غاړو اوسېدونكې اولس په پاكستان مكمل اعتماد لري او ګڼي چې پاكستان به په هر ډول صورتحال كښې د كشميري اولس په شا ولاړ وي۔ غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان به تل د كشميري اولس ملګرتيا كوي٬ پاكستان به كله هم د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د خواهشاتو او هيلو له مخې د دوي د منصفانه ملاتړ كولو نه په شاه لاړ نه شي٬ هند د نړيوالو ذمه وارو نه په مكمل توګه انحراف كوي٬ د هند غرور او تكبر به په منطقه كښې د شخړې د شدت په حركياتو كښې د لا اضافې سبب وګرځي۔ وزيراعظم نړيوالو مشرانو او نړيوالو ادارو ته ووئيل چې هغه دې د هندي مشرتابه د غېر ذمه دارانه٬ يو طرفه او غېر منطقي طرز عمل نوټس واخلي۔ وزيراعظم ووئيل چې هند ته به په مقبوضه سيمو كښې د اوسېدونكو خلقو پشمول د وګړو د حقونو تحفظ او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل سره كړي لوظونه پوره كول وي۔ وزيراعظم د قوم په بشپړ ملاتړ د هند د كوم ډول جارحيت او د مهم جوئې د بشپړه ځواب وركولو د پاكستاني عزم پخلې وكړو۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں