وزیراعظم عمران خان هندي پائيلوټ خوشې كولو سره امن پلو ګام پورته كړې۔ هند بايد ددې مثبت ځواب وركړي۔ صوبائي وزیر میاں اسلم اقبال

image

لاهور۔2 مارچ(اے پی پی) د پنجاب د تجارت او صنعت وزير مياں اسلم وئيلي دي هېواد ته د تاؤ تريخوالي پېښې سختې وضعې په مهال قام خپل لارښود سره ودرېدو چې لامله ئې په ورځو كښې نه بلكې په دقيقو كښې د پاكستان امېج په ټوله نړۍ كښې غوره شو۔ وزیراعظم عمران خان هندي پائيلوټ خوشې كولو سره امن لپاره ګام پورته كړو۔ هند بايد ددې مثبت ځواب وركړي۔ ژوندي قامونه د خپل وطن ساتنې له له كومې هم قربانۍ مخ نه اړوي۔ د تعليم له عام كولو غېر د پرمختګ هدفونه ترلاسه كېدې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ايوان اقبال كښې د نجي سكول تر سېوري لاندې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ صوبائي وزير زده كوؤنكي مخاطب كولو سره ووئيل تاسو بايد زده كړو ته پام وكړۍ او د خپل مور پلار خوبونه ريښتيا كولو له خواري وكړۍ۔ د دستورې په پايه كښې صوبائي وزير پوزيشن ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته انعامونه او شيلډز وركړل۔ دسكول انتظاميې صوبائي وزير ته يادګاري شيلډ وړاندې كړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں