اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون كړې۔ په غونډه كښې د خارجه او منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارتونو د كال 20-2019 د آډټ اعتراضونو جاج اخستې شوې۔ د خاره وزارت د آډټ اعتراضونو د جاج په مهال نورعالم خان ووئيل د كانګرېس غړي د پاكستان په چارو كښې نېغ په نېغه لاس وهنه كوي٬ د پاكستان د مفاداتو تحفظ باوري كول پكار دي۔ خارجه سېكتر اسد مجيد ووئيل مونږ سفيران پخپل آئين او قانون كښې د موجود بشري حقونو پحقله د قانونو په اړه پرله پسې اګاه كوٶ٬ دې په لړ كښې د اقداماتو پحقله پي اے سي ته ان كېمره بريفنګ وركولې شو، مونږ په دې لړ كښې د امريكې سټيټ ډيپارټمنټ سره مراجعه كړې ده چې پكښې مونږ دوي د كانګرېس د 60 غړو پحقله د خط د لارې د خپلو تحفظاتو نه خبر كړي او د دې نه پس د امريكې بيان راغلے چې مونږ د سوكاله او مستحكم پاكستان خواهش لرو٬ پاكستان سره به شراكتداري جاري وي۔ نورعالم خان ووئيل پاك ايران ګاز پائپ لائن منصوبه تاخير سره مخ ده ٬ كه د هند پشمول په نورو هېوادونو بنديز نشته نو په پاكستان دا بندېز پكار نه دے ۔ سيكرټري خارجه ووئيل د دې معاملو د ټولو اړخونو جاج اخلو٬ پي اے سي خارجه دفتر ته امر وكړٶ چې فارن مشنز كښې مالياتي نظم و نسق باوري كولو لپاره دې د انټرنل آډټ نظام موثره كړې شي۔ خارجه سېكتر اسد مجيد خان د پي اے سي موقف سره اتفاق كولو سره باور وركړو چې په دې هداياتو به عملدرآمد كولې شي۔ پي اے سي د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت ته امر وكړٶ چې په باقاعدګۍ سره دې ډي اے سي وكړې شي