وزیر اعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره کوئټې ته ورسيد، کوئټې ته په رسيدو

image

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره کوئټې ته رسيدلې دې، کوئټې ته په رسيدو د بلوچستان وزیراعلیٰ جام کمال د وزیر اعظم هركلے وكړو۔ د وزیر اعظم میډیا آفس لخوا جاری شوې پریس ریلیز له مخې وزیر اعظم به د خپلې دورې په مهال د بلوچستان صوبائی کابینې غړو سره ملاقات کوي۔ وزیراعظم به بلوچستان كښې د پرمختيائي پروژو په اړه د غونډې مشري هم كوي۔ وزیراعظم به کوئټه كښې د پارلماني غړو او سول سوسائټۍ نمائندګانو سره ملاقات هم كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر ، د كورنيو چارو دوهم وزير، د بلوچستان سیاسی قیادت او د وزیراعظم د ميډيا لپاره خاص استازې هم هغه سره ملګرې دي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں