د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود کیانی د روغتون پېرا مېډيكل عملې ته خطاب

image
APP01-22 ISLAMABAD: February 22 - Federal Minister for National Health Services, Regulation and Coordination Aamir Mehmood Kiani addressing to the protesting staffers of PIMS after successful talks. APP photo by Saeed-ul Mulk

اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير په خواست د پمز ډاكټرانو ٬ نرسنګ او پېرا ميډيكل سټاف لخوا د هړتال ختمولو اعلان كړې دې۔ بلخوا د روغتيا وفاقي وزير ملازمينو ته باور وركړې دې چې 5 كسيزه كمېټي به د ملازمينو د مطالبو جاج اخستلو سره دې ته حتمي شكل وركړي۔ د جمعې په ورځ د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود کیانی د روغتون پېرا مېډيكل عملې ته خطاب كښې ووئيل د بورډ آف ګورنرز د منظورۍ عمل به د مسودې تيارۍ نه وروستو وي۔ ده د احتجاج كوؤنكو ټولو معطل كړې شويو ملازمينو سمدستي بحالۍ امر كولو سره ووئيل پمز د پاكستان تر ټولو غوره اداره ده ددې ملازمينو ته چې څومره سكون وي دومره به دوئي په ښه ډول د رنځورانو خذمت وكړې شي۔ ده وئيل كال 2019ﺀ د نرسنګ كال ګرځولې شوې دې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت به پمز نور هم ښه روغتون جوړ كړي۔ ده ووئيل اولس ته د روغتيا آسانيو وركولو سره سره به د روغتون عملې ته هم هېلت انشورنس وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں