د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر علی امېن خان ګنډاپور پلوامه بريد نه پس د مقبوضه کشمیر په صورتحال د تشویش څركندونه وكړه

image
APP60-02 ISLAMABAD: February 04 - Federal Minister for Kashmir Affairs and Gilgit-Baltistan, Ali Amin Khan Gandapur addressing a press conference. APP

اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر علی امېن خان ګنډاپور پلوامه بريد نه پس د مقبوضه کشمیر په صورتحال د تشویش څركندونې سره وئيلي چې پلوامه بريد په نتيجه كښې په جمو او کشمیر او هند كښې چې څنګه د مسلمانانو استحصال كېږي او په پاکستان بې بنسټه تورونه لګولې كېږي هغه د هند د هندو خوښې پالیسیو ښكاره عکاسی کوي۔ ده ووئيل مقبوضه جمو او کشمیر او هند كښې د مسلمانانو په خراب حالات او د هغوي املاك ته د زيان رسولو په پېښو سخته غندنه كوو ۔ ده ووئيل د هند د اړخه د دې ډول جنونیت څرګندونه نه يواځې سيمې بلکه پخپله د هند لپاره هم د تباهۍ وړ دې۔ وفاقی وزیر د نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو تنظیمونو څخه اپیل کړې چې د هند د اړخه سيمه كښې د تشدد کارروائیو په سمدستي توګه نوټس واخلي او په مقبوضه جمو او کشمیر او هند كښې د مسلمانانو د مال او ځان تحفظ باورې كولو له په هند فشار واچوي

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں