نړيوالي مرستې لپاره دريم بیلټ اینډ روډ فورم له د پاکستانی قیادت د چين دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينحه سیاسی شريك باور او اسټریټجکي همغږۍ ته وده ترلاسه شي ۔ د چين سفیر جیانګ زیدونګ

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د چين سفیر جیانګ زیدونګ هيله څرګنده كړې چې راروانه مياشت كښې كيدونكې نړيوالي مرستې لپاره دريم بیلټ اینډ روډ فورم له د پاکستانی قیادت د چين دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينحه سیاسی شريك باور او اسټریټجکي همغږۍ ته وده ترلاسه شي۔ د عوامی جمهوریه چین جوړيدو 74مې سالګرې په موقع دستورې ته وينا كښې ده ووئيل چین د نړيووالې مرستې لپاره دريم بیلټ اینډ روډ له د پاکستانی لارښودو د چین دورو په ښه ډول تيارو لپاره د پاکستان سره په ګډه كار كولو چمتو دې ۔ ده هيله څرګنده كړه چې دې سره به سیاسی شريك باور لا زيات شي ، اسټریټجکي همغږۍ ته به وده ترلاسه شي او په پاكستان كښې ګلوبل ډویلپمنټ انیشی ایټو، ګلوبل سیکیورټی انیشی ایټو او ګلوبل سولائزیشن انیشی ایټو نفاذ ته به وده ترلاسه شي۔ده ووئيل مونږ د پاکستان او نورو شراکت دارو سره مرستي او شريك پرمختګ خوښې لرو۔د چین سفیر ووئيل مونږ چین او پاکستان كښې د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكو ملګرو سره په ګډه كار له چمتو يو، صدر شی جن پنګ او پاکستانی لارښودو ترمينځه ترسره شوې مهم د رايو اتفاق د رهنما اصول په توګه نافذولو سره نوې دور كښې شريك سباؤن سره يو نزدې چین پاکستان کمیونټی تعمیر او چین پاکستان اقتصادی راهداری (سی پیك) اعلیٰ معیار پرمختګ له د لوئ پلیټ فارم توګه وده وركول، چین او پاکستان ترمينځه هر موسم كښې اسټریټجکي مرسته پرله پسې مستحکمولو او اولس ته ګټه ورسول غواړو۔ جیانګ زیدونګ وئويل په خاص توګه د سی پی سی 18م قامی کانګریس نه پس صدر شی جن پنګ مرکزی کمېټۍ قوي قیادت ترمخه چین تاریخی کامیابۍ ترلاسه كرې او ګوند او هېواد په نصب العین كښې تاریخی بدلونونه راغلې۔ده ووئيل مونږ انسانی تاریخ كشې د غريبۍ په ضد تر ټولو لوئ جنګ كښې كاميابي ترلاسه كړې، په هر لحاظ سره يوه معتدل سوكاله ټولنې جوړولو كښې کامیابی ترلاسه كړې او په هر لحاظ سره مو د يو جدید سوشلسټ هېواد تعمیر پلو يو نوې مزل پيل كړې۔د چین سفیر ووئيل د چین د پرمختګ په نوې فلسفه عمل كوي۔ده ووئيل كال 2012 نه تر 2022 د چین جی ډی پی 54 ټریلین یوآن څخه زياتيدو سره 114 ټریلین یوآن ته رسيدلې كوم چې د نړيوال معیشت 18.5 فیصده ده او نړيوال اقتصادی پرمختك كښې 30 فیصده څخه زياته برخه ده۔ سست نړيوال معاشی بحالۍ باوجود، د چین جی ډی پی كښې سږ كال وړومبو 6 مياشتو كښې كال په كال 5.5 فیصده اضافه شوې ۔ ده ووئيل سږ كال صدر شی جن پنګ “بیلټ اینډ روډ” منصوبے تجویز او سی پیك د پيل 10مه سالګره ده۔جیانګ زیدونګ ووئيل تيرو لسو كلونو كښې د بی آر آئی فریم ورك ترمخه 3,000 څخه زياتې د مرستې منصوبے جوړې شوي،دې سره تقریبا ًيو ټریلین امریکائي ډالره سرمایه کاری شوي،په دې لاره تلونكو هېوادونو لپاره 420,000 ملازمتونه پيدا كړې شوي او تقریبا ً40 ملیونه كسان د غريبۍ څخه وېستلے شوي۔ورلډ بینك رپورټ كښې اندازه لګولې شوي چې كال تر ه2030 به “بیلټ اینډ روډ” منصوبے سره په نړغ كښې د كال 1.6 ټریلیونه امریکائي ډالره آمدن كېږي۔ بی آر آئی د پائلټ پروجیکټ په توګه سی پیك په مجموعی توګه 25.4 بلیونه امریکائي ډالره نيغ په نيغه سرمایه کاری، 155,000 نيغ په نيغه د روزګار موقعې، 510 کلومیټر ایکسپریس وے، 8،000 میګاواټ برېښنا او 886 کلومیټره کور ټرانسمیشن ګرډ پاکستان كښې راوړلې شوي، كوم چې د پاکستان معاشی او سماجی پرمختګ كښې قوي رفتار پیدا کوي او چین او پاکستان هر موسم كښې د ملګرتيا واضح علامت جوړ شوې۔جیانګ زیدونګ وئويل “مونږ د پاکستان سره تجارت او سرمایه کارغ مرسته لا زياتولو ، سی پیك “اپ ګریډډ ورژن” جوړولو لپاره تيار دي كوم چې په پرمختګ اډانه ، جدت طراز، ذریعه معاش زياتونكې ، سبز او كوټلې منصوبه ده۔ ده ووئيل چین پاکستان سره په ګډه پرمختګ او سلامتیا كښې توازن پیدا کولو، سکیورټی مرستي او معاشی مرستي ته ودې وركولو له چتو دې ده ووئيل مونږ د پاكستان سره په ګډه شريكو ګټو او مهمو خدشات په چارو د يو بل بشپړه مرستي كولو ، نړيوال شفافیت او انصاف په ځائې ساتلو او سيمي او نړۍ امن او پرمختګ كښې زيات باور او نور مثبت توانائی پیدا کولو له چمتو يو۔د چین سفیر وئويل د تيرو 74 كلونو په مهال کمیونسټ ګوند آف چائنا (سی پی سی) په قیادت كښې د چين اولس د اتحاد سره خواري كړې ده او چینائي خصوصیات لرونكې سوشلزم لاره ئې سمه ګړې ده۔ده ووئيل مونږ د د چين اولس تکمیل، خوشحالۍ او سلامتیا احساس پرله پسې زياتيږي۔جیانګ زیدونګ ووئيل چین زیات فعال اوپننګ اپ په تګلاره عمل کړې او 140 څخه زياتو هېوادونو او سيمو يو مهم تجارتی شراکت دار جوړ شوې۔ بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو د اولسې خیرسګالۍ منصوبه جوړھ شوې د كومې چې نړيوالي ورورلوۍ بشپړه هركلے كړې۔سفیر ووئيل زه باور لرم چې صدرشی جن پنګ د سی پی سی مرکزی کمېټی او ټول ګوند مرکز دې او يو نوې دور لپاره د چین خصوصیات سره سره د سوشلزم په اړه صدرشی جن پنګ سوچ په رهنمائی عمل کولو سره ، د چین اولس يو قوي هېواد تعمیر او قامی احیاء ترلاسه كولو عظیم مقصد به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده ووئيل کمیونسټ ګژند آف چائنا نه يواځې د چين اولس لپاره د سوكالۍ او چینائي قام لپاره بحالی غواړي بلکه انسانیت لپاره پرمختګ او نړۍ لپاره عظیم همغږي هم غواړي۔ د چین پرمختګ د نړۍ څخه جلا كيدې نشي او د نړۍ سوكالي د چین حاجت دې۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں