د وزيراعظم د نېشنل هېلتهـ سروسز خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا رېډيو پاكستان سره خبرې

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د نېشنل هېلتهـ سروسز خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي چې د روغتيا څانګې لپاره په بېل كړې شوي رقم كښې به د روان مالي كال په مهال درې چنده اضافه كولې شي٬ حكومت په ټولو سيمو كښې د روغتيا په نظام كښې مكمل بدلون لپاره جامع پلان تيار كړے۔ د اتوار په ورځ رېډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د تمباكو او د مشروباتو په اېكسائز ډتوټې ترلاسه كېدونكې امدن به د روغتيا په څانګه خرڅ كولې شي۔ په سګرېټ ټېكس زياتولو سره د سېګرټ څښكلو استعمال هم كم شي۔ ده ووئيل چې وفاقي حكومت په ټولو سيمو كښې د روغتيا په نظام كښې مكمل بدلون لپاره جامع پلان تيار كړے۔ د دې پروګرام له مخې د روغتيا خدمات به سكولونو ته هم وركولې شي۔ د پوليو وائرس شتون په اړه ده ووئيل چې حكومت د پوليو د رنځورانو شمېره كمولو لپاره ډېر اقدامات كړي دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں