د پاك چين ملګرتيا په هر سخت وخت كښې آزمائېلې شوې٬پاكستان د پرمختګ او كاميابۍ پلو روان شوې

image

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د پاك چين ملګرتيا په هر سخت وخت كښې آزمائېلې شوې٬پاكستان د پرمختګ او كاميابۍ پلو روان شوې٬سي پېك سره ټول پاكستان بدلېږي٬په ټول پاكستان كښې د توان او انفراسټركچر په پروژو كار روان دې٬بلوچستان٬كشمير٬ګلګت بلتستان او د سندھ پشمول پسمانده سيمو ته به د سي پېك څخه په خاص توګه ګټه وشي٬پاكستان كښې ډېر څه سم هم دي٬دا نه چې هر څه خراب دي٬سي پېك په نړيواله كچه د پاكستان پېژندګلو جوړه شوې٬ټوله نړۍ سي پیك كښې خپل ځان لپاره موقعې لټوي٬ګوادر به د هانګ كانګ او سنګاپور پشان بندرځايونو مقابله كوي٬يو بل ته د ګوتې نيولو په ځاې قام د غريبۍ او جهالت څخه ويستلو لپاره كه يو موټې نه شو نو تاريخ به مونږ ونه بخښي۔ده د شورو په ورځ ځايې هوټل كښې “د سي پېك د پنځه كاله كاميابو او موقعو داستان”په سرخط سېمينار ته خطاب كولو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل سي پېك زمونږ د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه كاميابي ده٬پاكستان د سي پېك په وجه يو لويې مقام ترلاسه كړې٬نن د نړۍ بېل هېوادونه په سي پېك كښې خپل ځان لپاره موقعې لټوي او د هغې څخه استفاده كول غواړي۔ده ووئيل دا پروژه د پاك چين د ملګرتيا علامت جوړ شوې٬په دې پروژه كښې زمونږ لپاره هم ګڼې موقعې دي هغې څخه استفادې كولو ته ا ړتيا ده۔ده ووئيل اوس د كاميابۍ دور دې او په نړيواله كچه د اقتصادي پرمختګ په مېدان كښې هېوادونو او قامونو له مخ په وړاندې تلل دي خو له بده مرغه هم دلته په نورو مسئلو كښې ګير شوي۔ده ووئيل سي پېك كښې د توان او انفراسټركچر لويې لويې پروژې دي دغسې سي پیك يوه پروژه نه ده ځكه چې پرمختګ اوڅوكالي يوازې د انفراسټركچر پروژو څخه نه راځي۔دې لپاره يو مناسب چاپېرچل ته اړتيا وي٬د دې چاپېرچل نه غېر چې څومره هم پالېسۍ جوړې شي او څومره هم پوهان او ټېكنو كرېټ څه هم وكړي د پرمختګ او څوكالۍ منزل نه شي ترلاسه كېدې۔ده ووئيل يو وخت هغه وو كله چې پاكستان كښې سړي سر آمدن 300 ډالره وو دغسې په چين كښې 200 ډالره وو خو نن په چين كښې سړي سر آمدن 8 زره ډالره او پاكستان كښې 1600 ډالره دې۔د چين قيادت خپل اولس او قام له يو وژن وركړې۔ده ووئيل د تېر وخت عادتونه به پرېښودل وي٬مونږ له به اقتصادي قام جوړېدل وي٬استحكام او تسلسل به په ځاې ساتل وي نو د پرمختګ او څوكالۍ منزل به ترلاسه شي۔ده ووئيل من موهن سنګ د سرتاج عزيز څخه په پاكستان كښې د شوي اصلاحاتو كاپي غوښتلې او زمونږ په اقتصادي پالېسو عمل كولو سره هند او بنګله دېش په شان هېوادونه مونږ څخه وړاندې تلي٬په افغانستان كښې د يو نه پس دوهم اولس مشر خپله موده بشپړوي خو په پاكستان كښې د لياقت علي خان نه تر نن كوم وزيراعظم خپله موده پوره كړې نه ده٬زمونږ سره دا څه مسئله ده٬آيا د پاكستان سياستمدار د هند او بنګله دېش سياستمدارو څخه زيات كرپټ اوكرېمينلز دي كه هلته جمهوريت چلېدې شي نو پاكستان كښې ولې نه۔ده ووئيل پاكستان لپاره د پريكړې كولو وخت دې او مونږ له به پريكړه كول وي چې د تېر وخت څخه زده كړه وكړو او استحكام او تسلسل په ځاې وساتو۔ده ووئيل د 2013 د پاكستان د نن پاكستان سره موازنه نه شي كېدې۔په 2013 كښې نيوز ويك پاكستان د نړۍ په خطرناكو هېوادونو كښې شاملولو نن د لوېديزو ميګزين دا جرات نشته چې د پاكستان په اړه داسې خبره وليكي۔ټوله نړۍ د پاكستان پلو ګوري۔ده ووئيل هغه وخت په هېواد كښې 20 ٬ 20 ساعته لوډشېډنګ وو او صنعتونه بند وو٬نن په هېواد كښې چرته هم لوډشېډنګ نه كېږي۔ده ووئيل پاكستان بدلېږي٬مونږ له به خپل سوچ هم بدلول وي۔ده ووئيل په 2013 كښې چې كله پاكستان كښې څوك سرمايه كارۍ له چمتو نه وو٬د سلامتيا صورتحال خراب و نو د پاكستان ملګرې هېواد چين زمونږ سره ودرېدېو٬په 5 جولائي 2013 وزيراعظم نواز شريف سي پیك لپاره په اېم او يو لاس ليك وكړو د قوي سياسي مرستې په وجه په يو كال كښې چين سره د اربونو ډالرو د سرمايه كارۍ لوظنامې وشوې٬د دې نه پس په پاكستان كښې دهرنې وشوې٬ټوله نړۍ كښې مېډيا په پاكستان كښې د چين د سرمايه كارۍ خبرونه لګولي۔ده ووئيل د كلبهوشن مشن هم سي پېك ته زيان رسول وو٬ چين د 35 اربه ډالره پھ پاكستان كښې د توان په پروژو كښې سرمايه كاري كړې٬په انفراسټركچر كښې 11 اربه ډالره سافټ لون دې٬كوم هېواد دا ډول سافټ لون وركوي څنګه چې چائنه وركړې۔دې څخه وړاندې د چين سفير ياهو جنګ ووئيل سي پيك د پاكستان او چين ترمينځه د تزويراتي شراكت دارۍ ٬ مرستې او ملګرتيا مثال دې٬ د 70 كلونو راهسې پاكستان او چين خپلو كښې په ټولو څانګو كښې اړيكې لري٬ د اقتصادي پرمختګ او انفراسټركچر په څانګه كښې دا شراكتداري لا مستحكم شوې٬ سي پيك نه يواځې د پاكستان بلكه د چين په ګټه هم دې او دا زمونږ د قيادت د وژن علامت دې ۔ ده ووئيل د سي پيك سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شي ٬ دا د پرمختګ دور دې ٬ چين نه يواځې خپل بلكې د ګاونډيانو د پرمختګ وژن هم لري٬د پاكستان سټريټجل لوكېشن اهميت لري۔د سي پېك ترمخه جوائنټ كوآرډېنېشن كمېتۍ كښې په ګډه پريكړه كېږي٬سي پېك كښې د ټولو لپاره موقعې شته۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں